دفاع وزارت: افغان ځواکونو له پاکستانه قاچاق کېدونکې لسګونه میله سپکې او درنې وسلې نیولي

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۱۸ زمری، ۱۴۰۵ل)
دفاع وزارت وايي، چې د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو مسوولین وايي، د ختیځ زون په بېلابېلو سیمو کې یې ۷۴ میله سپکې او درنې وسلې نیولې دي چې د دوی په وینا، له پاکستانه قاچاق کېدې.
د قول اردو د معلوماتو له مخې، په نیول شویو وسلو کې پیکاوې، کلاشینکوفونه، اېم ۱۶، تومانچې، هاوانونه او اګایسو درازکوفونه شامل دي.
مسوولین زیاتوي چې له دغو وسلو سره زرګونه فیره مهمات او یو شمېر پوځي تجهیزات هم نیول شوي دي.



