مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۳۰۷ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۱۸ زمری، ۱۴۰۵ل)

د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء وايي، د شنبې په ورځ د تورخم، سپین بولدک، ورېښمو پل او اسلام کلا له لارې ۳۰۷ کورنۍ، چې ۱۵۳۷ تنه کېږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي.

د راپور له مخې، راستنېدونکو کورنیو ته د ثبت، لېږد، مالي مرستو، روغتیايي خدمتونو او لنډمهاله مېشتېدنې په برخو کې اړین خدمات وړاندې شوي دي.

د کمېسیون د معلوماتو له مخې، ۳۱۰ کورنۍ د هېواد بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې، له ۲۹۴ کورنیو سره ټولټال ۲۶ میلیونه او ۲۵ زره افغانۍ مالي مرسته شوې او ۲۶۱ سیمکارتونه هم وېشل شوي دي.

د راپور له مخې، راستنېدونکو ته روغتیايي، خوراکي او مخابراتي خدمتونه او د اړوندو اسانتیاوو په اړه عامه پوهاوی هم ورکړل شوی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button