ذبیح الله مجاهد: په لرې پرتو سیمو کې ۳۵۰ مخابراتي سایټونه فعال شوي

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۱۸ زمری، ۱۴۰۵ل)
د اسلامي امارت مرکزي ویاند “مولوي ذبیحالله مجاهد” ویلي، چې په ۱۴۴۷ هـ.ق کال کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د فعالیتونو په لړ کې په لرې پرتو سیمو کې شاوخوا ۳۵۰ مخابراتي سایټونه فعال شوي او د ۱۵۰ نورو سایټونو چارې روانې دي.
مجاهد دغه څرګندونې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د لاستهراوړنو د تشریح په پروګرام کې کړې دي.
نوموړي زیاته کړې، چې د مخابراتي خدمتونو د بنسټونو د جوړولو او پراختیا په موخه ۸۵۱ کیلومتره انټرنېټي شبکه غځول شوې ده.
د هغه په وینا، د مخابراتي سایټونو د کیفیت او ظرفیت لوړولو لپاره مخابراتي او انټرنېټي شرکتونو ته د E-band فریکونسۍ هم ورکړل شوې ده.


