مالیې وزارت د متقاعدینو د معاشونو د یوولسم پړاو د ورکړې نېټه اعلان کړه

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۱۸ زمری، ۱۴۰۵ل)

د افغانستان مالیې وزارت اعلان کړی، چې د متقاعدینو د معاشونو د ورکړې د یوولسم پړاو بهیر د ټاکل شوي مهالوېش له مخې د ۱۴۰۵ کال د زمري میاشتې له ۱۹مې نېټې پیلېږي.

د تقاعد عمومي ریاست د معلوماتو له مخې، په دې پړاو کې به د دوو دولتي ادارو د متقاعدینو معاشونه په نوبتي ډول ورکړل شي، چې د لویې څارنوالۍ د ملکي او نظامي کارکوونکو متقاعدین هم پکې شامل دي.

وزارت وايي، د نورو دولتي ادارو د متقاعدینو د معاشونو ورکړه به هم د اعلان شوي مهالوېش او ټاکل شوي نوبت له مخې ترسره شي.

مربوطه مطالب

Back to top button