یمني ځواکونه: المخا کې مو د مخالفو وسله والو پټنځایونه هدف ګرځولي

کابل ټکی کام (دوشنبه ۱۹ زمری، ۱۴۰۵ل)
د یمن وسلهوالو ځواکونو ویاند “جنرال یحیی سریع” پلازمینه صعنا کې یوې خبري ناستې ته د خبرو پر مهال ادعا کړې، چې د سعودي عربستان د روانو پوځي تحرکاتو او د لویدیځ ساحل او تعز ولایت پر سیمو د بریدونو په غبرګون کې یې د “تعز ولایت” اړوند المخا سیمه کې د سعودي ځواکونو پر تجمعاتو او د وسلو پر زیرمو پراخ او «ځانګړی» پوځي عملیات ترسره کړي دي.
د یمني ځواکونو ویاند ویلي، چې دغه عملیات د بالستیک توغندیو او بېپیلوټه الوتکو په وسیله ترسره شوي او ادعا کوي چې هدفونه یې په دقیقه توګه ویشتلي دي.
یحیی سریع زیاتوي چې د بریدونو له امله د سعودي ځواکونو وسلو او پوځي تجهیزاتو ته پراخ زیانونه اوښتي او د دوی په وینا، د سعودي اتباعو په ګډون لسګونه کسان وژل شوي یا ټپیان شوي دي.
یمني ځواکونه وايي، چې د سعودي عربستان د پوځي تحرکاتو او تجمعاتو څارنې او په نښه کولو ته به دوام ورکړي او د دوی په وینا، د «محاصرې په مقابل کې محاصره او د تشدید په مقابل کې تشدید» تګلاره به تعقیب کړي.
یحیی سریع خبرداری ورکړی،
چې یمن به د خپلو سیمو پر وړاندې هر ډول پوځي تحرکات چې د یمني ولس د هدف ګرځولو لپاره وي په نښه کړي.



