ملا بخت الرحمن شرافت: د اریانا له دوو کلونو راهیسې ولاړه الوتکه به ډېر ژر بېرته فعاله شي

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۱۸ زمری، ۱۴۰۵ل)

د اریانا افغان هوايي شرکت رئیس ملا بخت‌الرحمن شرافت وايي، د شرکت د رهبرۍ د هڅو په پایله کې په امریکا کې درول شوی د یوې الوتکې انجن بېرته خلاص او کابل ته انتقال شوی دی.

نوموړي ویلي، د دغه انجن له نصب وروسته به هغه الوتکه چې له دوو کلونو راهیسې ولاړه ده، ډېر ژر بېرته فعاله او الوتنې پیل کړي.

شرافت وايي، اریانا له ګڼو ننګونو سره مخ ده، خو د دغو ستونزو سربېره به د دغه شرکت د بېرته پیاوړي کولو هڅې دوام ولري.

مربوطه مطالب

Back to top button