ایران: د امریکا یا اسرائیلو د نوي برید په صورت کې به د سیمې د انرژۍ مهم تاسیسات هدف وګرځوو

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۹ زمری، ۱۴۰۵ل)
د فارس خبري اژانس د راپور له مخې، ایران خبرداری ورکړی چې که امریکا یا اسرائیل پر دغه هېواد نوي بریدونه ترسره کړي، تهران به د غبرګون په توګه د سیمې د تیلو او ګازو مهمې زېربناوې په نښه کړي.
د راپور له مخې، د ایران د احتمالي هدفونو په نوملړ کې د سعودي عربستان د “غوار” ستره د تیلو ساحه، د ابقیق او خریس د تیلو تاسیسات شامل دي.
همداراز ویل شوي چې د متحده عربي اماراتو رویِس تصفیه‌خانه او د زاکوم د تیلو ساحه، د قطر شمالي غدیر د ګازو ساحه او د راس لافان د مایع ګازو تاسیسات هم د احتمالي هدفونو په توګه یاد شوي دي.
د راپور له مخې، د کویټ برګان د تیلو ساحه، د بحرین سیترا تصفیه‌خانه او د اسرائیلو لیویاتان او تامار د ګازو ساحې هم په دغه نوملړ کې شاملې دي.

مربوطه مطالب

Back to top button