وال سټریټ ژورنال: د ایران بریدونو ۸ هېوادونو کې ۲۰ امریکايي پوځي مرکزونه زیانمن کړي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۰ زمری، ۱۴۰۵ل)
د «وال سټریټ ژورنال» د راپور له مخې، د ایران د توغندیزو او بېپیلوټه الوتکو له بریدونو وروسته په منځني ختیځ کې د امریکا اړوند لږ تر لږه ۲۰ پوځي تاسیساتو ته زیانونه رسېدلی دی.
راپورونه وایي، دغه زیانونه په سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، قطر، کویټ، عراق، اردن، بحرین او عمان کې ثبت شوي دي. په زیانمنو شویو ځایونو کې پوځي اډې، راداري سیستمونه، د هوايي دفاع تجهیزات او د الوتکو اړوند تاسیسات شامل دي.
د راپور له مخې، په دغو بریدونو کې ۴۲ امریکايي پوځي الوتکې هم زیانمنې شوې یا له منځه تللې دي. د امریکا د کانګرس د څېړنې راپور هم د ایران له جګړې وروسته د امریکايي الوتکو د زیانونو یادونه کړې ده.
«وال سټریټ ژورنال» ویلي، د دغو بریدونو کچه ښايي تر هغه زیاته وي چې مخکې په رسمي ډول اعلان شوې وه او د امریکا پوځي چارواکي سیمه کې د پوځي حضور او اډو د ساتنې په اړه بیا ارزونه کوي.



