هرات کې د ۱۴۳ میلیونه ډالرو په پانګونه د ګلبهار سمنټو پروژې چارې پیل شوې

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۹ زمری، ۱۴۰۵ل)
په هرات ولایت کې د ۱۴۳ میلیونه امریکايي ډالرو په پانګونه د «ګلبهار سمنټو» د تولیدي فابریکې د جوړولو چارې پیل شوې.
د پروژې د پیل په مراسمو کې د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال “ملا عبدالغني برادر آخند”.اداري مرستیال” مولوي عبدالسلام حنفي” او د کانونو او پټرولیم وزیر “ملا هدایت‌الله” بدري ګډون کړی و.
د کانونو او پټرولیم وزارت د معلوماتو له مخې، د یادې فابریکې د جوړولو چارې به په دوو کلونو کې بشپړې شي.
د وزارت په وینا، د پروژې په لومړي پړاو کې به دغه فابریکه هره ورځ څلور زره ټنه سمنټ تولید کړي.
چارواکي وایي، د دې ډول صنعتي پروژو پلي کېدل به د هېواد د تولیدي ظرفیتونو له لوړولو، د سمنټو د کورني تولید له زیاتوالي او د وارداتي اړتیاوو له کمېدو سره مرسته وکړي.

مربوطه مطالب

Back to top button