بقایي: امریکا د بندیزونو له لارې د فشار اچولو پر تګلارې روږدې شوې ده

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۰ زمری، ۱۴۰۵ل)
د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت ویاند “اسماعیل بقايي” د امریکا د خزانې وزیر هغه ادعا ته غبرګون ښودلی چې ویلي یې وو، د اقتصادي بندیزونو له لارې به د ایران «ساه بند» کړي.
بقايي ویلي، دا ډول ادعاوې «د افسوس وړ» دي او د امریکا د بندیزونو پر سیاست د زیاتې تکیې ښکاره نښه ده.
نوموړي ویلي، هر ځل چې واشنګټن د دیپلوماسۍ په برخه کې خپله ناتواني څرګنده کړې، نو بندیزونو ته مخه کړي؛ او کله هم دغه بندیزونه خپلو موخو ته نه دي رسېدلي او د امریکا ناتواني یي نړیوالو ته لا پسې بر بنډه کړې ده.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړې، د امریکا له لوري د بندیزونو لګول نور یوازې یوه تګلاره نه ده، بلکې په یوه عادت او روږدي کېدو بدله شوې ده.



