ترابي: نړۍ د اسلامي امارت په رسمیت نه پېژندلو ته پلمې لټوي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۹ زمری، ۱۴۰۵ل)
د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي ادارې رییس “نورالدین ترابي” وایي، چې نړۍ د اسلامي امارت د رسمیت نه پېژندلو لپاره پلمې لټوي او له نړیوالې ټولنې سره یې د ښو اړېکو د رامنځته کولو لپاره د خبرو اترو پر دوام ټینګار کړی دی.
ترابي په یوه مرکه کې ویلي، چې د کابل او اسلاماباد ترمنځ د شته ستونزو د حل یوازینۍ لار خبرې اترې دي او دواړه لوري باید د ستونزو د حل لپاره له دیپلوماټیکو لارو کار واخلي.
نوموړي پر ځینو نړیوالو بنسټونو نیوکه کړې چې د بشري مرستو د پام وړ برخه یې په اداري لګښتونو مصرفېږي او د مرستو کمه برخه اړمنو کسانو ته رسېږي.
د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي ادارې رییس زیاته کړې، چې د طبیعي پېښو له امله زیانمنو شویو خلکو ته مرستې پر وخت او په شفاف ډول رسوي.
ترابي اقلیمي بدلون او طبیعي پېښې د افغانستان له مهمو ننګونو څخه بللې او ویلي یې دي چې د دغو پېښو پر وړاندې د هېواد د چمتووالي او د زیانمنو خلکو د ملاتړ لپاره باید لا ډېر اقدامات وشي.



