ولسمشر پزشکیان: د افغانستان په ګډون ګڼو هېوادونو د ایران پر وړاندې د احتمالي ګواښونو په مخنیوي کې همکاري کړې

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۹ زمری، ۱۴۰۵ل)
د ایران ولسمشر “مسعود پزشکیان” یلي، چې افغانستان او پاکستان د ایران او بهرنیو عناصرو ترمنځ د وروستیو شخړو پر مهال د خپلو پولو له لارې د ایران پر وړاندې د احتمالي ګواښونو د مخنیوي په برخه کې له تهران سره همکاري کړې ده.
پزشکیان ویلي، چې د افغانستان او پاکستان حکومتونو خپل امنیتي ځواکونه د خپلو پولو په اوږدو کې ځای پر ځای کړي او ژمنه یې کړې وه چې هېڅ چاته به اجازه ورنه کړي څو د دوی له خاورې ایران ته واوړي او په دغه هېواد کې بې‌ثباتي رامنځته کړي.
د ایران ولسمشر زیاته کړې، افغانستان، پاکستان، ترکمنستان، روسیې او عراق هم له تهران سره په دې برخه کې رغنده همکاري کړې ده.
نوموړي همداراز ویلي، له اذربایجان سره هم د ورته امنیتي موضوعاتو په اړه خبرې او تعامل دوام لري.
ولسمشر پزشکیان د ګاونډیو او سیمه‌ییزو هېوادونو همکاري د ایران د امنیت د ټینګښت او د احتمالي ګواښونو د مخنیوي په برخه کې مهمه بللې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button