عراقچي: د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو لپاره له عمان سره خبرې وروستي پړاو ته رسېدلي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۰ زمری، ۱۴۰۵ل)
د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر “سید عباس عراقچي” ویلي، چې د هرمز تنګي له لارې د بېړیو د تګ راتګ لپاره د نوي مسیر د ټاکلو په اړه له عمان سره خبرې وروستي پړاو ته رسېدلې دي، خو د دغه مسیر بیا فعالېدل د ځینو شرطونو له پوره کېدو سره تړلي دي.
عراقچي ویلي، چې د زیانونو جبران، د ګواښونو درول، د بندیزونو لرې کول او د ایران د کنګل شویو شتمنیو بېرته ازادول هغه مهم شرطونه دي چې د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو په تړاو امریکا ته مطرح شوي دي.
نوموړي ټینګار کړی، چې د دې موضوع په اړه به د ایران دریځ د خپلو ملي ګټو پر بنسټ وي.
هرمز تنګی د نړۍ د انرژۍ له مهمو سمندري مسیرونو څخه شمېرل کېږي، چې د نړۍ د تېلو او ګازو د پام وړ برخه د همدې تنګي لارې نړیوالو بازارونو ته لېږدول کېږي.

مربوطه مطالب

Back to top button