یمني ځواکونه: که سعودي یې هيواد کې له لاسوهنې ډډه وکړي ستونزه وسره نلرو

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۰ زمری، ۱۴۰۵ل)
د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند جنرال “یحیی سریع’ ویلي، که سعودي یي هېواد کې لاسوهنه بنده کړي ستونزه ورسره نلري.
نوموړي زیاته کړې، که لاسوهنه دوام وکړي هغه اهداف چې د دوی له خوا په نښه کېږي، د سعودي عربستان پوځي تجمعات، د ځواکونو راټولېدنې او د وسلو زېرمتونونه دي چې د ده په وینا د یمن د خلکو، ښځو او ماشومانو د وژلو لپاره کارول کېږي.
د یمني ځواکونو ویاند ادعا کړې چې د سعودي عربستان د جګړې سابقه ټوله نړۍ ته معلومه ده او یمني ولس سره داسې چلند کوي لکه څنګه یې چې صهیونیستي ریژیم غزه کې کوي.
نوموړي ویلي، هغه څه چې د سعودي رسنۍ یې خپروي او د یمني ځواکونو د اهدافو د بدنامولو هڅه کوي، «دروغ او تورونه» دي. د سریع په خبره د یمن د خلکو او پوځ اصلي هدف د یمن پر خلکو د لګېدلي محاصرې پای ته رسول او د ظلمونو ختمول دي.
د یمني ځواکونو ویاند د ملګرو ملتونو راپورونو ته په اشارې ویلي، چې پر یمن لګېدلې محاصره د نړۍ له تر ټولو سختو بشري ناورینونو څخه یوه ده او اغېزې یې یوازې د دوی تر کنټرول لاندې سیمو پورې محدودې نه دي، بلکې په نورو سیمو کې لا ډېرې سختې دي.
سریع ادعا کړې هغه څوک چې د کلونو لپاره یې د یمن پر ضد جګړه او بریدونه کړي، نه شي کولی د ملکي وګړو د وضعیت په اړه اندېښنه وښيي، په داسې حال کې چې د د ده په وینا لا هم محاصره روانه ده.
سریع ټینګار کړی، چې دوی ځان د یمن د خلکو د دفاع کوونکو په توګه ګڼي او وایي چې د محاصرې ماتولو او د فشارونو د پای ته رسولو لپاره به خپلو عملیاتو ته دوام ورکوي.

مربوطه مطالب

Back to top button