کابل کې د ایران سفارت د اقتصادي او ټرانزیټي اړېکو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۹ زمری، ۱۴۰۵ل)
په کابل کې د ایران سفارت وایي، چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي ډیپلوماسۍ د مرستیال په مشرۍ د بهرنیو اقتصادي اړېکو د همغږۍ دویمه غونډه ترسره شوې ده.
د ایران سفارت پر اېکس پاڼه لیکلي، چې په دې غونډه کې د اجرایي ادارو استازو له ګاونډیو او همغږو هېوادونو سره د اقتصادي او ټرانزیټي ډیپلوماسۍ پر لا پیاوړتیا ټینګار کړی دی.
په غونډه کې د اقتصادي اړېکو د پراختیا، له سیمه‌ییزو هېوادونو سره د سوداګریزو همکاریو د زیاتوالي او د ټرانزیټي همکاریو د پیاوړتیا پر لارو چارو هم بحث شوی دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت چارواکي ټینګار کوي، چې له ګاونډیو او سیمه‌ییزو هېوادونو سره د اقتصادي او ټرانزیټي اړېکو پراختیا کولی شي د دغه هېواد د بهرنیو اقتصادي اړېکو په پیاوړتیا کې مهم رول ولري.

مربوطه مطالب

Back to top button