ریاض کې اورلګېدنه؛ ۱۶ بنګلهدېشي کارکوونکي مړه شوي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۹ زمری، ۱۴۰۵ل)
د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې د فرنیچرو په یوه کارخونه کې د اورلګېدنې له امله ۱۶ بنګلهدېشي کارکوونکي مړه شوي دي.
د بنګلهدېش چارواکي وایي، پېښه پرون د ریاض په «موسا صنیعه» صنعتي سیمه کې رامنځته شوې ده.
د بنګلهدېش سفارت ویلي، چې له سعودي چارواکو سره په همغږۍ یې د پېښې د قربانیانو د جسدونو د انتقال چارې پیل کړې دي.
د بنګلهدېش حکومت له سعودي چارواکو غوښتي چې د قربانیانو د جسدونو د انتقال بهیر یې چټک کړي او د مړو شویو کارکوونکو له کورنیو سره یې د لازمې مرستې زمینه برابره کړي.
د راپورونو له مخې، شاوخوا ۳.۵ میلیونه بنګلهدېشي وګړي په سعودي عربستان کې کار او ژوند کوي.



