بدخشان کې د روغتیايي خطرونو د پوهاوي کمپاین؛ ۳۷ زره کسانو ته لارښونې شوي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۹ زمری، ۱۴۰۵ل)
د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) وایي، په بدخشان ولایت کې د روغتیايي خطرونو په اړه د پوهاوي یو کمپاین کې ۳۷ زره کسانو ته لارښونې شوي
دغه سازمان په اېکس پیغام کې ویلي، چې یاد کمپاین په افغانستان کې د اروپايي ټولنې په مالي ملاتړ ترسره شوی او موخه یې د روغتیايي خطرونو او له هغو سره د مقابلې د لارو چارو په اړه د خلکو د پوهاوي لوړول وو.
د روغتیا نړیوال سازمان په وینا، ښځې د دې کمپاین د ګټهاخیستونکو ۶۰ سلنه جوړوي.
د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، اړمنو ټولنو ته د روغتیايي معلوماتو د رسولو بهیر به دوام ولري، څو خلک وکولای شي د روغتیايي خطرونو په اړه لازم معلومات ترلاسه او د احتمالي ستونزو پر وړاندې مناسب اقدامات وکړي.



