د سوريې ستر دیني عالم: که پر درې هېوادونو برید وشي ګډه دفاع کوي خو د غزې پر وړاندې ولې اقدام نه شته

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۹ زمری، ۱۴۰۵ل)
د سوریې ستر دیني عالم او د بشارالاسد نظام پر ضد د جګړې ګډونوال “موسی اولغاچ” د مکې په تړون کې د پاکستان، ترکیې او سعودي عربستان ترمنځ د ګډې دفاع په اړه نیوکه کړې ده.
نوموړي ویلي، چې د مکې په تړون کې هوکړه شوې چې که پر پاکستان، ترکیې یا سعودي عربستان برید وشي، درې واړه هېوادونه به په ګډه له یو بل څخه دفاع کوي.
موسی اولغاچ پوښتنه کړې چې د اسلامي نړۍ په یو شمېر هېوادونو، لکه عراق، سوریه او افغانستان، د کلونو جګړو او بریدونو پر مهال ولې د ورته ګډې دفاع لپاره اقدام ونه شو او اوس چې غزه د جګړې او پراخو ویجاړیو شاهد ده، ولې دغه هېوادونه د ګډ اقدام لپاره نه راټولېږي؟
نوموړي ادعا کړې چې کله د دغو هېوادونو د حکومتونو، ملي ګټو یا د امریکا د ګټو پر وړاندې ګواښ رامنځته شي، د ګډې دفاع موضوع مطرح کېږي؛ خو د فلسطین او غزې په قضیه کې ورته اقدام نه لیدل کېږي.
اولغاچ په پای کې پوښتنه کړې: «دا ډول تړون تر کومه حده شرعي او تر کومه حده عادلانه دی؟»

مربوطه مطالب

Back to top button