کولمبیا کې د ۷.۴ درجې زلزلې له امله ۱۱۱ کسان مړه شوي
کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۰ زمری، ۱۴۰۵ل)
د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې، د کولمبیا په لوېدیځو سیمو کې د ۷.۴ درجې زورورې زلزلې له امله لږ تر لږه ۱۱۱ کسان مړه شوي او ۸۷ نور ټپیان دي.
راپورونه وایي، د زلزلې مرکز د چوکوی ولایت په کلیوالي سیمه کې، د سان خوسې دل پالمر ښارګوټي ته څېرمه و، چې له امله یې په ګڼو سیمو کې ودانۍ، سړکونه او نورې زیربناوې زیانمنې شوې دي.
د کولمبیا ولسمشر “ابیلاردو دې لا اسپریلا” د زلزلې له امله بېړنی حالت اعلان کړی، څو د ژغورنې، بیارغونې او زیانمنو شویو سیمو د ملاتړ لپاره مالي سرچینې ژر برابرې شي.
د ژغورنې ډلې لا هم د زیانمنو سیمو د ارزونې او د خلکو د مرستې لپاره هڅې کوي او چارواکي خبرداری ورکوي چې د تلفاتو شمېر ښايي د روانو عملیاتو له دوام سره بدلون ومومي.



