بدخشان کې د څه باندې ۱۲۰ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو لګولو څلور کانالونه جوړ شول

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۰ زمری، ۱۴۰۵ل)

د بدخشان ولایت په تیشکان، ارغنجخواه، بهارک او فیض‌اباد ولسوالیو کې د څه باندې ۱۲۰ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو لګولو څلور کانالونه بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.

د بدخشان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وايي، د دغو کانالونو په جوړېدو سره به د یادو ولسوالیو د کرنیزو ځمکو د اوبو لګولو په برخه کې شته ستونزې تر یوه بریده هوارې شي او بزګرانو ته به د اوبو لاسرسی ښه شي.

د یادو پروژو چارې د «شلټر فار لایف» دفتر له لوري د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام په مالي ملاتړ پلې شوې دي.

مربوطه مطالب

Back to top button