د افغان ګاز او ترکمن ګاز شرکتونو ترمنځ د ټاپي پروژې د ګازو پيرلو تفاهمنامه لاسلیک شوه

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۰ زمری، ۱۴۰۵ل)
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت وايي، د افغانستان د «افغان ګاز» امارتي شرکت او د ترکمنستان د «ترکمن ګاز» شرکت ترمنځ د ټاپي پروژې د ګازو د پېرلو تفاهمنامه لاسلیک شوه.
د دغه معاونیت د خبرپاڼې له مخې، دغه تفاهمنامه پرون دوشنبه، د اسد ۱۹مه، د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند او د ترکمنستان د ملي رهبر قربانقلي بردي محمدوف په حضور کې، د هرات ولایت په تورغونډۍ کې لاسلیک شوې ده.
د تفاهمنامې له مخې به د ټاپي پروژې د ګازو بیه، د افغانستان د اړتیا وړ ګازو کچه او د ګازو د وېش او رسولو بهیر مشخص شي.



