سره مياشت: خوست کې پر ۱۰۰ سېلابځپلو کورنیو ۷ ټنه خوراکي توکي ووېشل شول

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۲ زمری، ۱۴۰۵ل)
افغاني سرې میاشتې د خوست ولایت په مرکز او ځاځي میدان، باک، علیشېرو، صبریو، ګربز، نادرشاه کوټ، مندوزیو او تڼیو ولسوالیو کې پر ۱۰۰ سېلابځپلو کورنیو ۷ ټنه خوراکي توکي وېشلي دي.
دغه مرستې د ملک سلمان بشري مرستو مرکز له لوري برابرې شوې وې او هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو اوړه، ۵ لېټره غوړي، ۵ کیلو وریجې، ۵.۵ کیلو بوره او ۵ کیلو لوبیا ورکړل شوي دي.
افغاني سرې میاشتې ویلي، چې دغه مرستې د سېلابځپلو کورنیو د لنډمهالو خوراکي اړتیاوو د پوره کولو او د سېلابونو له امله د رامنځته شویو ستونزو د کمولو په موخه وېشل شوې دي.
دغه اداره وايي، د خپلو کاري شریکانو په همکارۍ هڅه کوي، چې د طبیعي پېښو له امله زیانمنو کورنیو ته د هغوی د اړتیاوو له مخې پر وخت بشري مرستې ورسوي.



