مجاهد: په پاکستان یوه کوچنۍ پوځي ډله واکمنه ده، چې د پاکستان ټولې ګټې یې یرغمل کړې

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۲ زمری ۱۴۰۵ل)
د اسلامي امارت مرکزي ویاند «ذبیح الله مجاهد» ویلي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستیو کړکېچونو اصلي لامل د پاکستان د پوځ یوه کوچنۍ ډله ده چې د دغه هېواد ټولې ګټې یې یرغمل کړې دي.
مجاهد له «ایراف» رسنۍ سره په مرکه کې د افغانستان او پاکستان د اړېکو په اړه ویلي: «اوس یوه کوچنۍ پوځي ډله واکمنه ده، چې د پاکستان ټولې ګټې یې یرغمل کړې او له افغانستان سره هم د کړکېچ غوښتنه کوي.»
نوموړي زیاته کړې، د افغانستان اسلامي امارت هڅه کوي له ټولو ګاونډیو هېوادونو سره ښې او متوازنې اړیکې ولري، خو د پاکستان له لوري د کړکېچ رامنځته کېدل د دواړو هېوادونو د اړیکو پر وړاندې خنډونه جوړوي.
مجاهد تر دې وړاندې هم ویلي و، چې د اسلامي امارت سیاستونه د پاکستان له غوښتنو او اجنډاوو څخه خپلواک دي او کابل هېڅ هېواد ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان پر بهرني سیاست اغېز ولري.
د ويلو ده،چې افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې په وروستیو میاشتو کې د امنیتي او سرحدي مسایلو له امله له جدي کړکېچ سره مخ شوې دي.


