د پاکستان د طبي شورا پرېکړه؛ د سلګونو افغان طبي محصلینو د زده کړو دوام له خنډ سره مخ دی

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۲ زمری، ۱۴۰۵ل)
په پاکستان کې سلګونه افغان طبي محصلین وايي، د دغه هېواد د طبي شورا د وروستۍ پرېکړې له امله یې د زده کړو دوام او مسلکي راتلونکی له جدي اندېښنو سره مخ شوی دی.
دوی وايي، په پاکستان کې د طب او تخصص په برخو کې په بېلابېلو پوهنتونونو کې په قانوني ډول منل شوي او ځینې یې د طب د درېیم، څلورم او وروستي کال په زده کړو بوخت دي.
یادو محصلینو له افغان رسنیو او مسؤلو چارواکو غوښتي، چې موضوع یې په جدي توګه وڅېړي او د دوی د برخلیک د روښانه کېدو لپاره له پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړي.
دوی وايي، کلونه یې د زده کړو لپاره وخت او مالي لګښتونه کړي او غوښتنه یې دا ده چې د زده کړو د دوام لپاره ورته حللاره وموندل شي، څو د دوی کلونه هڅې ضایع نه شي.


