ابراهیم ذوالفقاري: امریکا د ایران پر وړاندې تاریخي ماتې خوړلې

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۵ زمری، ۱۴۰۵ل)
د ایران د “خاتمالانبیاء” د مرکزي قرارګاه ویاند “ابراهیم ذوالفقاري” ویلي، چې امریکا د ایران پر وړاندې په روانه شخړه کې «تاریخي ماتې» خوړلې ده.
ذوالفقاري ویلي، چې د امریکا هغه هڅې چې د ایران پوځي وړتیاوې کمزورې وښيي یا د جګړې په ډګر کې د خپلې ماتې روایت پټ کړي، د واقعیتونه نه شي بدلولی. د نوموړي په وینا د ایران وسلهوال ځواکونه د مقابلې لپاره په بشپړه توګه چمتو دي.
هغه مخکې ادعا کړې، چې د اصفهان په جنوب کې د یوې امریکايي الوتکې د پیلوټ د ژغورلو لپاره د امریکا عملیات د ایران د ځواکونو له لوري له ماتې سره مخ شوي دي.
ذوالفقاري ټینګار کړی، چې د ایران پوځي او دفاعي ظرفیتونه تر هغه ډېر پیاوړي دي چې امریکا او اسرائیل یې په اړه اټکل کوي او تهران به د خپلو ملي موخو د ساتنې لپاره خپل دریځ ته دوام ورکوي.



