دفاع وزیر: پاکستان د افغانستان خلاف د داعش په ګډون د ورانکارو ډلو د روزنې او تمویل هڅه کوي

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۴ زمری، ۱۴۰۵ل)
د اسلامي امارت د دفاع وزیر، مولوي “محمد یعقوب مجاهد” ادعا کړې، چې پاکستان د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو او خپلو لویو ښارونو کې د افغانستان خلاف د داعش په ګډون د ورانکارو ډلو د روزلو، تمویل او منسجم کولو هڅې کوي.
نوموړي ویلي، چې د دغو فعالیتونو موخه د افغانستان پر وړاندې د ناامنیو رامنځته کول او د ورانکارو ډلو پیاوړتیا ده.
دفاع وزیر دا څرګندونې په داسې مهال کوي چې د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د امنیتي موضوعاتو او د افغانستان له خاورې څخه د پاکستان پر ضد د احتمالي فعالیتونو په اړه اختلافات دوام لري.
پاکستان تر اوسه د مولوي محمد یعقوب مجاهد د دغو څرګندونو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

مربوطه مطالب

Back to top button