عبدالسلام حنفي: د اسلامي امارت په راتګ سره بشپړ امن ټینګ شوی

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۴ زمری، ۱۴۰۵ل)
د فتحې د پنځمې کلیزې په مناسبت جوړه شوې نمانځغونډه کې افغان مرستیال لومړي وزیر “مولوي عبدالسلام حنفي” ویلي، چې افغانان په تېرو پنځو لسیزو کې له ګڼو ستونزو او کړاوونو سره مخامخ شوي دي.
حنفي ویلي، چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو سره په هېواد کې بشپړ امنیت ټینګ شوی، له نشه‌یي توکو سره جدي مبارزه روانه ده او اداري فساد له منځه تللی دی.
نوموړي زیاته کړې، چې په اقتصادي برخه کې هم د پام وړ پرمختګونه شوي او د خصوصي سکټور د ملاتړ لپاره اقدامات ترسره شوي دي.
حنفي ویلي چې ،د قوش‌تپې کانال، ټاپي پروژې او د اوسپنې پټلۍ د پراختیا په ګډون یو شمېر لویې اقتصادي او زیربنایي پروژې هم روانې دي.
حنفي ټینګار کړی چې د دغو پروژو دوام به د هېواد د اقتصادي ودې او د سیمه‌ییز اتصال په پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي.

مربوطه مطالب

Back to top button