سراجالدین حقاني: اسلامي امارت له نړۍ سره د مثبت تعامل غوښتونکی دی

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۴ زمری، ۱۴۰۵ل)
د کورنیو چارو وزیر ‘خلیفه سراجالدین حقاني” د اسلامي امارت د بیا واکمنېدو د پنځمې کلیزې په مناسبت په خپل پیغام کې ویلي، چې اسلامي امارت له نړۍ سره د مثبت تعامل غوښتونکی دی او خبرې اترې د ستونزو د حل تر ټولو غوره لاره بولي.
نوموړي ویلي، د امکاناتو د کمښت له امله لا هم په هېواد کې ځینې ستونزې شته، خو د دغو ستونزو د حل لپاره هڅې روانې دي.
حقاني ټینګار کړی، چې اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره د متقابل درناوي پر بنسټ د ښو او مثبتو اړیکو غوښتونکی دی.
د کورنیو چارو وزیر همداراز خبرداری ورکړی، چې که څوک د افغانستان پر وړاندې «ناسم نیت او ناوړه اراده» ولري، باید په افغانستان کې د انګریزانو، شورویانو او امریکا له ماتې عبرت واخلي.



