یمني ځواکونو د ارامکو پر تأسیساتو د برید ادعا کړې

کابل ټکی کام (جمعه، ۲۳ زمری، ۱۴۰۵ل)
د یمن وسله والو ځواکونو ادعا کړې، چې د سعودي عربستان په جیزان سیمه کې یې د سعودي «ارامکو» شرکت پر چاڼځای د دوو بې‌پیلوټه الوتکو برید کړی او دواړه ډرونونه په ټاکلې موخه لګېدلي دي.
د یمن د یوې پوځي سرچینې په وینا، دغه برید د سعودي له لوري د یمن د صعده او حجه ولایتونو د هوايي حریم د نقض په غبرګون ترسره شوی دی.
د راپورونو له مخې، سعودي چارواکو تر اوسه د دغه برید په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړي.
دا برید داسې مهال شوی چې د جیزان د ارامکو تاسیسات په وروستیو ورځو کې هم د ورته بریدونو سره مخ شوي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button