ذبیح‌الله مجاهد: بدخشان کې وروستۍ امنیتي پېښې د اندېښنې وړ نه دي او په چټکۍ مهار شوې دي

کابل ټکی کام (جمعه، ۲۳ زمری، ۱۴۰۵ل)
د اسلامي امارت مرکزي ویاند “ذبیح‌الله مجاهد” وایي، چې په بدخشان او د هېواد په ځینو نورو سیمو کې وروستۍ امنیتي پېښې د اندېښنې وړ نه دي او امنیتي ځواکونو یې د رامنځته کېدو پر مهال په چټکۍ سره د کنټرول توان موندلی دی.

مجاهد ټینګار کړی،چې په بدخشان کې وروستۍ پېښې د هېواد پر عمومي امنیتي وضعیت د پام وړ اغېز نه لري او وضعیت تر کنټرول لاندې دی.

نوموړي همداراز ادعا کړې، چې پاکستان د اسلامي امارت له مخالفو ډلو او د داعش ترهګرې ډلې عناصرو ته د پناه او ملاتړ په برخه کې مرسته کوي.

د اسلامي امارت ویاند په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې په وروستیو څو اوونیو کې د بدخشان په ځینو سیمو کې د افغان ځواکونو او حکومت ضد وسله والو ترمنځ د جګړو راپورونه ورکړل شوي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button