انصارالله: د فلسطین ملاتړې ډلې د سیمې د واقعي امنیت تضمین کوي

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۵ زمری، ۱۴۰۵ل)
د یمن د انصارالله اسلامي حرکت سیاسي دفتر وايي، چې د لبنان اسلامي مقاومت ” حزب الله” له صهیونیستي رژیم سره د مقابلې په برخه کې د تاریخي بریاوو روښانه او ویاړلی ریکارډ جوړ کړی دی.
د انصارالله سیاسي دفتر په یوه بیان کې ویلي، چې عربي او اسلامي نظامونه په داسې پوځي ائتلافونو کې راټول شوي چې صهیونیستي رژیم ته د یوه دوست په سترګه ګوري او له هغه سره ګډ ژوند ممکن بولي.
انصارالله له عربي او اسلامي نظامونو غوښتي چې لږ تر لږه یو ځل د فلسطین، د هغه د قضیې او مقدساتو د ملاتړ لپاره د ائتلافونو جوړولو تجربه وکړي.
د انصارالله په وینا، د فلسطین د ملاتړ لپاره د ائتلافونو جوړول هغه اقدام دی چې د سیمې هېوادونو ته ریښتینی امنیت برابروي او د صهیونیستي او امریکايي دسیسو پر وړاندې د هغوی داخلي ثبات تضمینوي.

مربوطه مطالب

Back to top button