حماس غورځنګ په راتلونکو پارلماني ټاکنو کې ګډون کوي

کابل ټکی کام (جمعه، ۲۳ زمری، ۱۴۰۵ل)
د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ «حماس» په رسمي ډول اعلان کړی، چې د فلسطین په راتلونکو پارلماني ټاکنو کې به ګډون وکړي.
د حماس د سیاسي دفتر غړي او ویاند “حسام بدران” ویلي، چې غورځنګ به یې د فلسطین د قانون جوړوونکې شورا په ټاکنو کې د «تر ټولو پراخ ملي ائتلاف» په چوکاټ کې ګډون وکړي او له بېلابېلو فلسطیني ډلو سره د ګډ انتخاباتي ائتلاف د جوړولو لپاره خبرې روانې دي.
بدران ویلي، چې حماس ټاکنې د فلسطین د کورني وضعیت د تنظیم او د سیاسي نظام د جوړښت لپاره تر ټولو غوره لاره بولي او ټینګار یې کړی، چې د فلسطین د سیاسي نظام د راتلونکي په اړه باید د فلسطینیانو ولسي اراده له پامه ونه غورځول شي.
ټاکل شوې، چې د فلسطین پارلماني ټاکنې به د روان ۲۰۲۶م کال د نومبر په ۲۸مه ترسره شي، چې دا به په تېرو دوه لسیزو کې د فلسطین لومړنۍ پارلماني ټاکنې وي.



