عبدالملک حوثي:د قرآن سپکاوی د هغه پر عظمت اغېز نه کوي د سپکاوي کوونکو د اخلاقي انحطاط» څرګندونه کوي

کابل ټکی کام (جمعه، ۲۳ زمری، ۱۴۰۵ل)
د یمن د انصارالله اسلامي حرکت مشر “سید عبدالملک بدرالدین حوثي د قرآن کریم د سوځولو او پر دغه سپېڅلي کتاب د تکراري سپکاوي په غبرګون کې ویلي، چې دا کړنې د صهیونیستي او امریکايي دوښمن له لوري د اسلام او مسلمانانو پر وړاندې د ښکاره دښمنۍ څرګندونه کوي.
حوثي په یوه بیان کې، چې د قرآن کریم له څو آیتونو وروسته یې خپور کړی، ویلي چې قرآن کریم د انسانانو لپاره د هدایت، رڼا، عدالت او نېکو اخلاقو کتاب دی او په وینا یې، د قرآن کریم پر وړاندې د صهیونیستانو او د هغوی د ملاتړو ستونزه د همدې لارښوونو له امله ده.
نوموړي ادعا کړې، چې د قرآن کریم سپکاوی د هغه پر مقام او عظمت هېڅ اغېز نه کوي، بلکې د سپکاوي کوونکو د «دښمنۍ، کرکې او اخلاقي انحطاط» څرګندونه کوي.
د انصارالله مشر ویلي، د قرآن کریم پر وړاندې د سپکاوي تکرار باید د مسلمانانو له لوري جدي وبلل شي او د ده په وینا، دا د اسلامي هېوادونو مسوولیت دی چې د دې ډول کړنو د مخنیوي لپاره فشارونه زیات کړي.
حوثي وړاندیز کړی، چې اسلامي هېوادونه دې د سیاسي او اقتصادي اړیکو د رسمي او جدي محدودولو له لارې پر امریکا او لویدیځ فشار راوړي. نوموړي همداراز له مسلمانانو غوښتي چې د هغو امریکايي او نورو هېوادونو له محصولاتو سره اقتصادي بایکاټ ته مخه کړي چې د صهیونیزم ملاتړ کوي.
هغه ادعا کړې چې د قرآن کریم پر وړاندې د سپکاوي کړنې د امریکا او اسرائیلو د پراخو سیاسي او پوځي پلانونو یوه برخه ده او د «منځني ختیځ د بدلون» او «لوی اسرائیل» په څېر شعارونو سره یې تړاو لري.
نوموړي د اسلامي نړۍ پر هېوادونو نیوکه کړې چې د قرآن کریم پر وړاندې د سپکاوي د مخنیوي لپاره یې تر اوسه د ده په باور، کافي فشار نه دی راوستی.


