مهاجر فراهي: د زمري ۲۴مه د هېواد د معاصر تاریخ له ویاړه ډکه ورځ ده

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۴ زمری، ۱۴۰۵ل)
د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال وزیر “حیات الله مهاجر فراهي” د اسلامي امارت د بیا واکمنېدو د پنځمې کلیزې لمانځغونډې ته د وینا پر مهال ویلي، چې د زمري ۲۴مه د افغانستان د معاصر تاریخ له ویاړه ډکه ورځ ده.
فراهي ویلي، چې د زمري ۲۴مه هغه ورځ ده چې د افغان ملت لوړ عزم یې څرګند کړ؛ هغه ملت چې د خپلې خاورې د ساتنې او د هېواد د دفاع په موخه یې بې‌سارې او سترې قربانۍ ورکړې دي.
نوموړي زیاته کړې، د دې ورځې یادونه د افغانانو د مبارزو، قربانیو او د هېواد د خپلواکۍ د ساتنې له هڅو سره تړاو لري.

مربوطه مطالب

Back to top button