د پاکستان د لومړي وزیر څرګندونو ته د اسلامي امارت غبرګون؛ د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد ونه کارول شي

کابل ټکی کام (جمعه، ۲۳ زمری، ۱۴۰۵ل)
د اسلامي امارت مرکزي ویاند “ذبیحالله مجاهد” د پاکستان د لومړي وزیر ‘شهباز شریف” د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي، چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد ونه کارول شي.
مجاهد ټینګار کړی، چې پاکستان باید د افغانستان د تورنولو پر ځای، که کومه اندېښنه یا ستونزه لري، له اسلامي امارت سره یې شریکه کړي، څو د حل لپاره یې لازم اقدامات ترسره شي.
د اسلامي امارت ویاند ویلي، چې په پاکستان کې د ناامنۍ او کورنیو ستونزو مخنیوی د افغانستان په واک کې نه دی او اسلاماباد باید د خپلو داخلي ستونزو د حل لپاره خپله اقدام وکړي.
مجاهد پاکستان «ورور هېواد» بللی او ویلي یې دي، چې په دغه هېواد کې ناامني د افغانستان په ګټه نه ده.
مجاهد همداراز د سیمې د هېوادونو، په ځانګړې توګه د ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د باور جوړونې پر اړتیا ټینګار کړی او یو ځل بیا یې ډاډ ورکړی، چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد د فعالیتونو لپاره نه کارول کېږي.
دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي چې د پاکستان لومړي وزیر “محمد شهباز شریف” ویلي وو، چې اسلاماباد په افغانستان کې د سولې او ثبات غوښتونکی دی؛ خو د ترهګریزو فعالیتونو لپاره د افغانستان له خاورې استفاده یې «د زغم وړ نه ده» بللې ده.
شهباز شریف د افغانستان له مشرانو غوښتي وو چې ژر تر ژره د افغانستان د خاورې د ترهګرو لپاره د پناهځای په توګه د کارېدو مخه ونیسي.



