فارن پالیسي: د ایران د اسلامي انقلاب رهبر له امریکا او اسرائیلو سره د اوږدې جګړې لپاره د قوماندې جوړښت بیا تنظیموي

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۵ زمری، ۱۴۰۵ل)
د «فارن پالیسي» مجلې په یوه راپور کې ویلي، چې د ایران د اسلامي انقلاب رهبر “آیت‌الله مجتبی علي خامنه‌ ای” د قوماندې په جوړښت کې د بدلونونو او بیا تنظیم له لارې له امریکا او اسرائیلو سره د احتمالي او اوږدې جګړې لپاره چمتووالی نیسي.
د راپور له مخې، د ایران مشرتابه هڅه کوي د جګړې په صورت کې د قوماندې او پرېکړو بهیر داسې تنظیم کړي چې د لوړپوړو چارواکو د احتمالي له منځه تلو یا د اړیکو د پرې کېدو سربېره هم د هېواد پوځي او امنیتي جوړښت خپل فعالیت ته دوام ورکړای شي.
فارن پالیسي زیاتوي چې د ایران د قوماندې د جوړښت بیا تنظیم د تهران د دې هڅې یوه برخه ده چې د امریکا او اسرائیلو پر وړاندې د احتمالي اوږدمهاله شخړې لپاره خپل چمتووالی پیاوړی کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button