ملګري ملتونه: پاکستان له تورخم څخه افغانستان ته د ۷۲۴ موټرو د بشري مرستو د لېږد اجازه ورکړې

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۵ زمری، ۱۴۰۵ل)
په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو همغږي کوونکي محمد یحیی ویلي، اسلاماباد له تورخم لارې افغانستان ته د ۷۲۴ موټرو د بشري مرستو د لېږد اجازه ورکړې ده.
د نوموړي په وینا، په دغو موټرو کې بار شوې مرستې به په افغانستان کې له اړمنو کورنیو سره ووېشل شي. هغه د پاکستان له حکومت او هغو کسانو مننه کړې چې د بشري مرستو د لېږد لپاره یې د تورخم لارې په پرانیستې ساتلو کې همکاري کړې ده.
د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، دغه اقدام په داسې حال کې شوی چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د امنیتي کړکېچ له امله د دواړو هېوادونو ترمنځ د تګ راتګ او سوداګرۍ پر لارو محدودیتونه دوام لري.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار هم د بشري مرستو د لېږد د اسانتیا ملاتړ کړی دی. ملګرو ملتونو او مرستندویه ادارو له دې وړاندې هم د تورخم له لارې افغانستان ته د خوراکي توکو او نورو اړینو مرستو د رسولو هڅې کړې دي.



