ایران: د هرمز تنګي په اړه لا هم عمان سره خبرې روانې دي

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۵ زمری، ۱۴۰۵ل)
د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت ویاند “اسماعیل بقايي” وایي، د هرمز تنګي له لارې د بېړیو د تګ راتګ په اړه د هوکړې سربېره، لا هم ځینې موضوعات پاتې دي چې د تهران او مسقط ترمنځ پرې خبرې روانې دي.

بقايي په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، لکه څنګه چې مخکې هم اعلان شوی و، دواړه لوري په هرمز تنګي کې د بېړیو د تګ راتګ د نقشې په اړه هوکړې ته رسېدلي، خو د ځینو نورو مسایلو په اړه لا خبرې دوام لري.

د نوموړي په وینا، د ګډې اعلامیې په ګډون یو شمېر موضوعات لا نه دي نهايي شوي او کله چې دا مسایل وروستي شي، په اړه به یې رسمي خبر پاڼه خپره شي.

مربوطه مطالب

Back to top button