فریبا نوري: په تېرو پنځو کلونو کې د ښځینه سوداګرو شمېر نږدې ۱۰ زرو ته لوړ شوی

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۵ زمری، ۱۴۰۵ل)
د افغانستان د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې مشره فریبا نوري وایي، په تېرو پنځو کلونو کې د رسمي سوداګریزو جوازونو لرونکو ښځو شمېر له ۲۴۲۱ څخه شاوخوا ۱۰ زرو ته لوړ شوی دی.
نوموړې وایي، له دې ډلې پرته شاوخوا ۱۰۰ زره نورې ښځې هم په کلیو او لرو پرتو سیمو کې د لبنیاتو، بڼوالۍ، لاسي صنایعو او نورو دودیزو اقتصادي فعالیتونو له لارې پر سوداګرۍ بوختې دي.
د نوري په وینا، ښځو په کرنه او لاسي صنایعو کې خپل فعالیتونه پراخ کړي او یو شمېر یې د انلاین بازارونو له لارې هم خپل محصولات پلوري، خو کانونو او ساختماني چارو ته یې لا هم لاسرسی محدود دی.
د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونه وایي، د ښځینه سوداګرو د ملاتړ لپاره یې نندارتونونه، ځانګړي بازارونه او روزنیز پروګرامونه جوړ کړي او د لمریزې برېښنا او پورونو د برابرولو په برخو کې یې هم اسانتیاوې رامنځته کړې دي.



