د صنعت او سوداګرۍ وزارت: په تېرو پنځو کلونو کې د فعالو فابریکو شمېر ۶۵۰۰ ته لوړ شوی

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۵ زمری، ۱۴۰۵ل)

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، په تېرو پنځو کلونو کې په افغانستان کې د فعالو فابریکو شمېر له شاوخوا ۳ زرو څخه ۶۵۰۰ ته لوړ شوی دی.

د وزارت په وینا، د صنعت په برخه کې نږدې ۴۵۰ زرو کسانو ته مستقیمې دندې برابرې شوې او افغانستان د شاوخوا ۳۳۰ ډوله توکو په تولید کې ځان‌بسیاینې ته رسېدلی دی.

اقتصادي کارپوهان وایي، د کورنیو تولیداتو زیاتوالی د وارداتو او له هېواده د بهرنیو اسعارو د وتلو کچه راکموي او د اقتصادي ودې او کارموندنې سبب کېږي.

مربوطه مطالب

Back to top button