د یمن علماوو ټولنه: د صهیونیستي جنایتونو د مخنیوي لپاره د امت ګډ اقدام اړین دی

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۵ زمری، ۱۴۰۵ل)
د یمن د علماوو ټولنې ویلي، چې صهیونیستي رژیم لا هم په فلسطین او لبنان کې خپلو جنایتونو ته دوام ورکوي او د خپلو تلمودي ښوونو پر بنسټ د ملکي خلکو د وژلو او پراخو بریدونو مرتکب کېږي.
د یمن علماوو ټولنې په یوه بیان کې ویلي، په فلسطین او لبنان کې د اسرائیلو له لوري ترسره کېدونکي ظلمونه، تېری او فساد د دې څرګند ثبوت دی چې د دغه رژیم د شر پر وړاندې باید ټول اسلامي امت اقدام وکړي.
دوی زیاته کړې، چې د صهیونیستي رژیم له لوري د پراخو بریدونو، د ودانیو، استوګنیزو سیمو او محلو د ویجاړولو د دوام مخنیوی یوازې د جهادي اقدام او د قرآني فرهنګ په خپرولو سره کېدای شي.
د یمن علماوو ټولنې ټینګار کړی چې د اسلامي امت او ځوانانو جهادي چمتووالی کولی شي صهیونیستي رژیم مهار، د خپلو کړنو په وړاندې یې محاسبه او ماتې ته اړ کړي.
دوی همداراز ویلي چې د حزبالله د مجاهدینو مشرانو او ځواکونو له لوري شوې او لا هم روانې قربانۍ او د هغوی چمتووالی، د لبنان د خلکو او ټولو اسلامي ملتونو ملاتړ او همکارۍ ته اړتیا لري.
د یمن علماوو ټولنې له دیني، دعوتي، ارشادي او علمي نخبهګانو هم غوښتي چې د اسرائیلي رژیم او د هغه د امریکايي شریک پر وړاندې د خلکو د قهر او کرکې د احساساتو په سم لوري کې د لارښوونې مسؤلیت ادا کړي.



