په هنګري کې د بس د چپه کېدو له امله ۱۲ کسان وژل شوي

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۵ زمری، ۱۴۰۵ل)

د رویټرز د راپور له مخې، د هنګري په ختیځ کې د «M3» پر لویه لار د پولنډ د نمبرپلېټ لرونکی بس له سړک څخه د وتلو او چپه کېدو له امله ۱۲ کسان وژل شوي او لږ تر لږه ۱۰ نور ټپیان شوي دي.

د هنګري پولیسو ویلي، پېښه نن سهار د «مزوکرېستش» ښار ته څېرمه هغه مهال شوې چې بس د «نیرګه‌هازا» ښار پر لور روان و.

د هنګري دولتي خبري اژانس «MTI» ویلي، په بس کې ۵۷ مسافر او دوه موټرچلوونکي سپاره وو. د پولیسو د لومړنیو معلوماتو له مخې، ښايي موټرچلوونکی د موټر چلولو پر مهال ویده شوی وي، چې له امله یې بس له سړکه وتلی، یوې کندې ته لوېدلی او چپه شوی دی. پولیسو د بس موټرچلوونکی هم نیولی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button