ولسمشر اردوغان: ترکیه نه شي کولای چې غزه یوازې پرېږدي

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۵ زمری، ۱۴۰۵ل)
د ترکیې ولسمشر “رجب طیب اردوغان” ویلي، چې هېواد یې نه شي کولای غزه یوازې پرېږدي او د فلسطین د ملاتړ لپاره به هر هغه څه وکړي چې اړین وي.
ولسمشر “اردوغان” له الجزیرې تلویزیوني شبکې سره په یوه ځانګړې مرکه کې ویلي: «ترکیه نه شي کولای چې غزه یوازې پرېږدي او د هغې د ملاتړ لپاره به هر څه چې اړین وي ترسره کړو.»
نوموړي ټینګار کړی چې ترکیه به د غزې د خلکو ملاتړ ته دوام ورکړي.
ولسمشر اردغان د حماس اسلامي غورځنګ د هغې پرېکړې هرکلی کړی، چې د فلسطین په راتلونکو پارلماني ټاکنو کې به ګډون کوي او یوځل بیا یې د ټولو فلسطیني ډلو په یو والي ټینګار کړی دی.



