مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۲۲۹ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې او له اړینو مرستو برخمنې شوې

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۶ زمری، ۱۴۰۵ل)
د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء وایي، تېره ورځ د تورخم، سپین بولدک، ورېښمو پل او اسلام کلا له لارو ۲۲۹ کډوالې کورنۍ، چې ۱۰۶۵ تنه پکې شامل دي، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي.
د سرچینې په وینا، راستنېدونکو ته د ثبت، روغتیايي خدمتونو، مالي مرستو او عامه پوهاوي په برخو کې لازم خدمات وړاندې شوي دي.
د یاد کمېسیون د معلوماتو له مخې، ۲۵۲ کورنیو ته ټولټال مالي مرستې ورکړل شوې، ۲۴۱ کورنۍ او ۱۲۸۶ تنه بېلابېلو ولایتونو ته ولېږدول شول او ۱۴۵ سیمکارتونه هم ووېشل شول.
همداراز، په تورخم، سپین بولدک، ورېښمو پل او اسلام کلا کې راستنېدونکو ته روغتیايي، خوراکي او مخابراتي خدمات وړاندې شوي دي.



