په کابل کې د کرنیز نندارتون پر مهال د ۲۰۰ میلیونو ډالرو تړونونه لاسلیک شول

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۵ زمری، ۱۴۰۵ل)

په کابل کې د کرنیزو محصولاتو په نړۍوال نندارتون کې د څه باندې ۲۰۰ میلیونو ډالرو په ارزښت له ۷۰ ډېر سوداګریز او پانګیز تړونونه لاسلیک شوي دي. د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وایي، شپږ ورځنی نندارتون نن پای ته ورسېد چې له ۱۰۰ ډېرې غرفې او شرکتونه پکې ګډون کړی وو.

د دغه وزارت د تولیداتو خونې رئیس خان‌محمد فروتن وایي، د یادو تړونونو له لارې به د کرنې او مالدارۍ په برخو کې د سوداګرۍ او پانګونې د پراختیا زمینه برابره شي. د وزارت په وینا، د نندارتون موخه د بزګرانو او مالدارانو د تولیداتو لپاره د بازار موندنې زمینه برابرول او د کورنیو تولیداتو د بازار او خصوصي سکټور پیاوړتیا وه.

مربوطه مطالب

Back to top button