د ایراني پوځ قوماندان: د یو امریکايي سرتېري د وژلو یا نیولو په بدل کې ۳۰ زره ډالر انعام اعلان کړ

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۶ زمری، ۱۴۰۵ل)
د ایراني پوځ عمومي قوماندان تورن جنرال ‘امیر حاتمي” ویلي چې هر هغه کس ته به ۳۰ زره امریکايي ډالر انعام ورکړل شي چې یو امریکايي سرتېری ووژني، ونیسي او یا یې ایراني ځواکونو ته وسپاري.
حاتمي ویلي، چې دا انعام د هغو امریکايي سرتېرو په اړه دی چې د ایران په خاوره کې د «یرغلګر» په توګه حضور ولري.
د ایران د پوځ د عمومي قوماندان دغه څرګندونې په داسې مهال مطرح کېږي چې د تهران او واشنګټن ترمنځ اړیکې لا هم له جدي ترینګلتیا سره مخ دي او دواړه لوري یو بل ته د پوځي اقدام په اړه سخت خبرداری ورکوي.
ایراني چارواکو په وروستیو کې څو ځله ټینګار کړی چې د هر ډول بهرني پوځي برید پر وړاندې به د ایران وسله‌وال ځواکونه غبرګون وښيي او د هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا د دفاع لپاره به له ټولو امکاناتو کار واخلي.
حاتمي د امریکايي ځواکونو پر وړاندې د احتمالي اقداماتو په اړه د خپل دریځ په بیانولو سره ویلي چې د ایران له نظره، هر هغه امریکايي پوځي چې د ایران پر ضد په پوځي عملیاتو کې برخه واخلي، مشروع هدف ګڼل کېږي.
د ایراني پوځ قوماندان د ۳۰ زره ډالرو د انعام اعلان په داسې بڼه کړی چې له مخې یې د امریکايي سرتېري د وژلو، نیولو یا ایراني ځواکونو ته د سپارلو لپاره د پام وړ مالي مکافآت ټاکل کېږي.

مربوطه مطالب

Back to top button