اسرائیلي پوځ ۲۴ کلن سرتېري ځان وژنه کړې؛ روان کال د ځان وژونکو سرتېرو شمېر ۱۸ تنو ته ورسېد

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۶ زمری، ۱۴۰۵ل)
د عبري رسنیو د راپورونو له مخې، د اسرائیلو د پوځ ۲۴ کلن احتیاطي سرتېري «اوریئل مولتو ګیتون» له غزې څخه تر راستنېدو وروسته ځان وژنه کړې ده.
نوموړی د کرمیئل ښار اوسېدونکی و او په ۲۰۲۴ کال کې یې د غزې په شمال کې د اسرائیلي پوځ په جګړو کې ګډون کړی و.
راپورونه وایي، اسرائیلي پوځ د پېښې د څرنګوالي په اړه څېړنه پیل کړې او تر اوسه یې د څېړنو لومړنۍ پایلې ښيي چې ښايي د نوموړي ځان وژنه له پوځي خدمت سره تړاو ولري.
د عبري سرچینو په وینا، د دې پېښې له ثبتېدو سره د روان ۲۰۲۶ کال له پیل راهیسې د اسرائیلي پوځ د ځان وژونکو سرتېرو شمېر ۱۸ تنو ته رسېدلی دی.



