ولسمشر اردوغان: صهیونیستي ریژیم سیمه کې د جګړې پیل کوونکی دی

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۶ زمری، ۱۴۰۵ل)
د ترکیې ولسمشر “رجب طیب اردوغان” ویلي چې اسرائیل په سیمه کې د روانې جګړې اصلي عامل او لوبغاړی دی او تل یې د جګړې انتخاب ته نور هېوادونه هڅولي دي.
اردوغان له الجزیرې سره په خبرو کې ویلي چې ترکیه د جګړې مخالفه او د سولې ملاتړې ده.
نوموړي د غزې په اړه ویلي چې ترکیه به دا سیمه یوازې پرېنږدي او خپل ملاتړ ته به دوام ورکړي. هغه ادعا کړې چې حماس له خپل لوري صادقانه همبستګي ښودلې، خو د اسرائیلو له لوري مثبت چلند نه ترسترګو کېږي.
د ترکیې ولسمشر د لبنان په اړه هم ویلي چې دغه هېواد په دوامداره توګه د اسرائیلو د بریدونو هدف ګرځي او باید ژر تر ژره له دغو بریدونو وژغورل شي.



