ازبکستان په افغانستان کې د برېښنا، کانونو او کرنې په برخو کې ګډې پانګونې ته چمتووالی ښودلی

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۶ زمری، ۱۴۰۵ل)
د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي په مشرۍ افغان پلاوي پرون د ازبکستان په ترمذ سوداګریز مرکز کې د دغه هېواد د لومړي وزیر له مرستیال جمشید خواجهاوف سره لیدلي دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې لیدنه کې د اقتصادي همکاریو پر پراختیا او د برېښنا، کانونو او کرنې په برخو کې د ګډو پانګونو پر فرصتونو خبرې شوې دي.
خبرپاڼه زیاتوي چې ازبکستاني چارواکو په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې د پانګونې لېوالتیا څرګنده کړې او افغان پلاوي هم د پانګوالو لپاره د لازمې زمینې برابرولو په برخه کې خپل چمتووالی اعلان کړی دی.



