یمني ځواکونه: په المخا او مأرب کې مو د مخالفو وسله والو مرکزونه په نښه کړي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۶ زمری، ۱۴۰۵ل)
د یمن د وسله‌والو ځواکونو یوې سرچینې ویلي چې د سعودي عربستان له ملاتړه د برخمنو یاغیانو اړوند مرکزونه یې د یمن په المخا سیمه او مأرب ولایت کې د بالستیک توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو په وسیله په نښه کړي دي.
د یمن رسمي خبري اژانس «سبأ» د یادې سرچینې له قوله راپور ورکړی چې دغه بریدونه د یاغي وسله والو پر پوځي مرکزونو ترسره شوي دي.

سرچینې ادعا کړې چې د بریدونو هدفونه په مستقیم او دقیق ډول په نښه شوي او په پایله کې یې ۷۰ یاغیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د سرچینې په وینا، په بریدونو کې د سعودي ځواکونو اړوند یو شمېر وسلې او د وسلو زېرمې هم ویجاړې شوې دي.

مربوطه مطالب

Back to top button